GAMES Catalog
10 Mahjong 2 Player 2048 3d Mahjong Addition Adventure Time Alien Alphabet Animal Apple & Onion Arcade Archery Art B& W Mahjong Barbie Base Defense Baseball Basketball Batman Battleship Beat Em Up Ben 10 Bike Bingo Blackjack Board Games Boat Bowling Boxing Breaker Brick Breaker Bubble Shooter Bugs Bunny Bunnicula Car Card Cartoon Cat Chain Reaction Chess Chhota Bheem Christmas Clarence Classic Clicker Color Coloring Comics Connect 3 Connect the Dots Cooperative Cowboy Craig of the Creek Crash & Bernstein Cricket Cross the Road Crossword Darts Dennis & Gnasher Descendants Destruction Dice Digging Disney Division Dog Dominoes Dora Drawing Dress Up Driving Easter Education Environmental Escape Exclusive Fairly OddParents Fighting Filling Find Differences Fishing Flappy Bird Floogals Flying Food Football Freecell Solitaire Frozen Fungies Funny Gambling Gamer's Guide Geography Geometry Girl Golf Golf Solitaire Grabber Mahjong Grizzy & the Lemmings Gumball Gun Halloween Hand Drawn Health Helicopter Henry Danger Hexjong Hidden Object Hockey Holiday Idle Independence Day Inspector Gadget Isometric Jigsaw Puzzles Jumping Kids Kindergarten Klondike Solitaire Knife Throwing Knight LEGO Logic Looney Tunes Loud House Mahjong Mahjong Connect Mahjong Sequence Mahjong Slide Mahjong Solitaire Mao Mao Master Moley Math Maze Maze Attack Memory Merge Mighty MagiSwords Minesweeper Mobile Motorcycle Movie Mr. Bean Multiplication Muppets Music Neon New Years Ninja Nonograms Numbers Parking Path Making Pattern Penn Zero Phonics Physics Pin Pull Pinball Pirate Pixel Platform Plumber Poker Police Pool Powerpuff Girls Preschool Puzzle Pyramid Solitaire Quiz Racing Ragdoll Reading Regular Show Religious Rotate Puzzle RPG Running Rusty Rivets Sandbox Sanjay & Craig Science Scooby Doo Shooting Simulation Skateboard Slicing Slide Puzzles Slots Smurfs Snake Snow Soccer Sofia the First Sokoban Solitaire Sorting Space Spelling Spider Man Spider Solitaire SpongeBob Sports St Patrick's Day Stacking Star Star Wars Steven Universe Stickman Strategy Subtraction Sudoku Survival Swimming Sword Taffy Tangram Tank Tap Teen Titans Go Tennis Tetris Thanksgiving TMNT Tom & Jerry Tower Mahjong Traffic Management Train Transformers Tripeaks Solitaire Triple Mahjong Truck Tycoon Typing Uncle Grandpa UniKitty Valentine's Day Victor & Valentino Viking Wacky Races Water Watermelon We Bare Bears Wizard of Oz Word Word Search Zombie
گیم کی معلومات
نیا بونس سلاٹ گیم بڑا انعام کیسینو خوش قسمت انعام اسپن روزانہ انعام کے ساتھ کھیلیں بڑا خزانہ جیتیں ٹاپ انعام جیک پاٹ مقبول نئے سلاٹ گیم مشہور ایڈونچر گیم مفت سلاٹ کا تجربہ سلاٹ گیمز مفت سلاٹ مشین آن لائن جوا کیسینو کھیل بہترین سلاٹ گیمز جیک پاٹ جیتیں گیمز ڈاؤن لوڈ کریں موبائل کیسینو گیمز نئی سلاٹ مشین انعامات کے ساتھ کھیلیں سمندری ڈاکو خزانہ گیم

د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د وزيراعظم د رېونيو خاص مرستيال حماد اظهر او په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر شبلي فراز سره يو ځائ خبري كنفرنس ته وېنا

image
APP62-25 ISLAMABAD: December 25 – Chaudhry Fawad Hussain, Federal Minister for Information and Broadcasting addressing a press conference along with Senator Syed Shibli Faraz, Leader of the House in Senate and Hamad Azher, Minister of State for Revenue. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان او پي ټي آئي دا مېنډېټ ترلاسه كړې چې مونږ ته احتساب كول دي او غله نيول دي٬ نواز شريف او آصف علي زرداري د نړۍ د مني لانډرنګ تر ټولو لوي نېټ ورك چلولو٬ حدېبيه مل٬ عزيزيه مل٬ پاك لېنډ٬ هل مېټل كاغذي كمپنې دي٬ په دې كمپنو كښې به يوازې د پراجېكټ كميشن بهر ادا كېدو او بېرته به پاكستان ته راتلو٬ د نواز او زرداري ترمېنځه چارټر آف كرپشن شوے و٬ دې دواړو د جمهوريت نوم لوټ مار ايښي و٬ چې لوټل روان وي نو جمهوريت وده كوي او كه په دوئ لاس واچوې نو جمهوريت خطر سره مخ كېږي٬ نواز شريف په پارلمان٬ ستره محكمه٬ هائي كورټ او احتساب عدالت كښې چرته هم د پېسو حساب ورنه كړے شو٬ كله چې ادارې خودمختاره شوې نو لوي لوي غله نيول كېږي٬ زمونږ حكومت د نواز شريف او آصف علي زرداري په ضد كېسونه نه دي جوړ كړي٬ يوازې په آزاد تفتيش كښې اسانيې وركوو٬ د ن ليګ خبري كنفرنس فلاپ شوه وه٬ د دوي د څېرو نه معلومېده چې دروغ وائي٬ خلقو اورېدل غوښتل چې په عدالت كښې دننه په نواز شريف چې كوم تورونه ثابت شول٬ د هغو ځواب دې وركړي٬ د ن ليګ يوازې دا ځواب راغلو چې مونږ غله يو۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د وزيراعظم د رېونيو خاص مرستيال حماد اظهر او په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر شبلي فراز سره يو ځائ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ د عدالتي پرېكړه نه پس به ﴿نن﴾ د شورو په ورځ سپېشل انوسټي ګېشن يونټ سعودي ته ځي او د نواز شريف فېملي د مل او جائيدادونو په اړه به كار پېل كوي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې د ټهګز آف پاكستان ماركيټنګ ډلې د خپلې شو وړاندې كولو هڅه وكړه كومه چې په مكمل توګه فلاپ شوه۔ د خبري كنفرنس كوونكو د څېرو نه معلومېده چې دوي دروغ وائي۔ په پاكستان د كنوونشنل ليګ او د قائداعظم ليګ پشان د پي ټي آئي مسلط كولو خبره كوونكي احسن اقبال د 80 لسيزه هېره كړه۔ ﴿ن﴾ ليګ چا مسلط كړے و٬ بايد دوي ته د ضياالحق نوم هم ياد وې۔ ميا شريف صاحب٬ ميا نواز شريف او شهباز شريف د جنرال ضياالحق د نوم نه وړاندې كونسلران هم نه و ټاكل شوي۔ ده ووئيل چې كه په ن ليګ مسلم ليګ ق دومره بد لګي نو د دې ګوند پخوانې عمومي سېكتر د دوي په ترخ كښې ولې ناست و۔ ده ووئيل چې پرون په عدالتي پرېكړه كښې نواز شريف خپل ډكليئرډ اثاثې 1 كروړ 5 لكه 19 زره 121 په 2001م كښې ډيكليئركړې وې خو العزيزيه مل په 63 مليونه ريال خرڅ كړے شو او په 18 ورځو كښې د هل مېټل په نوم ولګېدو په كوم چې 93 مليونه ريال لګښت راغلو۔ عدالت د ده نه هم پوښتنه كړې وه چې ووايه پېسې د كوم ځائ نه راغلې۔ ده ووئيل چې د نواز شريف او آصف علي زرداري كوم كار نه و او ملونه او كمپنې يوازې كاغدي وې٬ِ د دوي يوازې دا كار و چې د نالې٬ سړك٬ روغتون٬ سكول او د غريبانو د سبسډې په پېسو كميشن واخلي۔ ده ووئيل چې د سعد رفيق او شهباز شريف د اوسېدو چې كوم سټائل٬ بلټ پروف ګاډي٬ 10 ٬ 10 كورونه په مري لندن كښې جلا جلا كورونه و٬ دا د دوي د امدن سره سمون نه خوري۔ ده ووئيل چې مونږ نواز شريف نه دې ګرفتار كړے٬ نېب تر هغه وخت نواز شريف نه دې ګرفتار كړے تر څو چې ريفرنس پېنډنګ و۔ شهباز شريف او سعد رفيق ولې ګرفتار كړې شوي دي٬ نېب د دې وضاحت هم كړے و۔ شهباز شريف په كېس كښې په ټمپرنګ او سعد رفيق د ګواهانو په يرولو او د ريكارډ په غائب كولو نيول شوي دي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان به چا ته هم ونه وائي چې چا سره دې امتيازي سلوك وكړے شي يا دې چا ته ريليف وركړے شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې د زرداري په ضد د مني لانډرنګ په اړه تفتيش په كال 2015م كښې پېل شوے٬ بيا ناڅاپي هغه تفتيش ودرول شو۔ ده ووئيل چې د پاكستان پيپلز ګوند په دور كښې بهرنې قرض 6 ټرېلين و او چې كله نواز شريف اقتدار ته راغلو نو دا قرض 30 ټرېلين ته ورسېدو۔ د پنجاب د پروژو برخه حسن٬ حسېن او شهباز شريف ته لاړه٬ په يوه طريقه د كميشن طريقې تياره كړې شوې وه۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل چې كه د مسلم ليګ ن والا زما ٬ د شېخ رشيد پشمول د كابينې د كوم هم غړي اثاثې كتل غواړي نو كتلې ئې شي٬ مونږ ډيكليئر كړې دي او هم دا زمونږ اثاثې دي۔ د وزيراعظم د ريونيو خاص مرستيا حماد اظهر ووئيل چې د هل مېټل كمپنې 88 فيصده منافع نواز شريف او 10 فيصده ملازمينو ته لېږل شوې۔ عدالت هم دا پرېكړه كړې وه چې په دې كمپنو خرڅ كېدونكې پېښې د كوم ځائ نه راغلې نو د دې ځواب وركولو په ځائ د ن ليګ والا وائي چې عليمه خان سره پېسې د كوم ځائ نه راغلې۔ عليمه خان كله په كومه عهده نه ده پاتې شوې او سره د دې هم هغې خپل مني ټرېل وړاندې كړل۔ كه هغې مني ټرېل نه و ثابت كړي نو د هغې په ضد به هم د قانون له مخې كارروائي كېده۔ ده ووئيل چې د نواز شريف او آصف علي زرداري كمپنې اومني ګروپ٬ العزيزيه٬ هل مېټل د مني لانډرنګ وهيكلز وو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې كه د بجټ خسارې لپاره د كوم اقدام ضرورت و٬ نو اقدام به ضرور كوو۔ په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر شبلي فراز ووئيل چې وئيل كېږي چې د احتساب له امله چې د دوه ګوندونو مشرانو سره څه كېږي٬ دې سره جمهوريت كمزورې كېږي۔ هغوي لپاره ځواب دے چې احتساب سره جمهوريت لا قوي كېږي۔

مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں