اسلام آباد 18ستمبر (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) لارښود او د قامی اسمبلۍ غړي زیب جعفر وئيلي دي افغان كډوالو له د شهریت وركولو په اړه بيړې ته حاجت نشته، د ټول سټیك هولډرز پدمشاورت نه پس دې په دې اړه ګامونه پورته كړې شي۔ د نهې په ورځ د پارلیمنټ هاؤس نه بهر میډیا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل پاكستان او افغانستان دواړه وروڼه اسلامی هېوادونه دي، دواړه هېوادونه يو ډول كلتور لري، پاكستان په هر وخت كښې د افغانستان ملګرتيا كړې خو سره د دې چې په افغانستان كښې كومه هم پېښه وشي د هغې تور په پاكستان لګوي او هند له افغانستان په هر حال كښې ترجیح وركړې۔ ده ووئيل د حكومت د اړخه افغانانو له د شهریت وركولو اعلان كړې خو په دې لړ كښې بيړې ته حاجت نشته